explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم بیانوي چې چا په دین کې کوم شی له ځانه جوړ کړ او یا یې داسې یو عمل وکړ چې له قرآن او سنت نه پرې دلیل نه وي، نو هغه یې په خاوند مردود دی او الله جل جلاله ته د منلو وړ ندی.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • عبادتونه د هغه څه پر بنسټ دي چې په قرآن او سنتو کې بیان شوي دي، نو موږ د الله تعالی عبادت نه کوو مګر په هغې طریقه چې هغه روا کړي وي، نه په بدعتونو او نویو کارونو سره.
  • دین په رایه ندی او نه په خپل سر د یو کار په ښه ګڼلو، بلکې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په پيروۍ دی.
  • دا حدیث د دین په بشپړتیا دلیل دی.
  • هر کار چې په دین کې نوی رامنځته شي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه د صحابه وو په وخت کې نه وي بدعت بلل کیږي، هغه که عقیده، وینا او یا عمل وي.
  • دا حدیث د اسلام له بنسټونو څخه یو بنسټ دی، او د اعمالو لپاره د تلې په څېر دی، لکه څنګه چې هر هغه عمل چې د الله تعالی د خوښۍ لپاره نه وي د هغه د ترسره کوونکي لپاره هېڅ ثواب نلري، همداسې هر هغه عمل چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنت مطابق نه وي، نو هغه یې په ترسره کوونکې مردود دی.
  • له هغو نوښتونو (بدعتونو) نه منع راغلې ده چې په دیني چارو کې وي نه په دنیوي چارو کې.