د ابن عباس رضی الله عنهما څخه روایت دی وایي چې رسول صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «سپينې جامې واغوندئ، ځکه چې هغه ستاسو له غوره جامو څخه دي، او خپل مړي په کې کفن کړئ». صحيح دی - ابو داود، الترمذي او ابن ماجه روایت کړی دی
explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم نارینه وو ته لارښوونه کوي چې سپینې جامې واغوندي او مړي په کې کفن کړي، ځکه چې دا له غوره جامو څخه دي.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • د سپینو جامو اغوستلو مستحب والی، خو نور رنګونه هم جواز لري.
  • مړو ته د سپین کفن ورکولو استحباب.
  • شوکاني ویلي: دا حدیث د سپینو جامو اغوستلو او مړو ته د کفن ورکولو پر جواز دلیل دی، ځکه چې سپین رنګ د نورو په پرتله پاک او ښایسته دی، ځکه سپېنوالی خو یې ښکاره دی او پاکوالی یې پدې کې دی چې که کوچنی شی پرې ولوېږي نو ښکاره کېږي.