له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "پر هغه چا لعنت ویل شوی چې خپلې مېرمنې ته د شا له خوا (په دبر) کې ورځي".
حسن - ابو داود او النسائي په الكبرى کې او احمد روایت کړی
رسول الله صلی الله علیه وسلم مېړه ته د خپلې مېرمنې سره د شا لخوا د یو ځای کېدو په اړه خبرداری ورکړی؛ چې لعنت پرې ویل شوی او د الله له رحمت څخه شړل شوی دی، او دا له کبیره ګناهونو څخه یوه ده.