له ابو سعید الخدري رضی الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «الحَسَن والحُسَيْن سَيِّدا شَباب أهْل الجنة». "حسن او حسین د جنتیانو د ځوانانو سرداران دي". صحيح دی - الترمذي او احمد روايت کړی دی
explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي چې د هغه دوه لمسیان؛ حسن او حسین چې د علي بن ابي طالب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم لور فاطمې رضي الله عنهم زامن دي، دوی دواړه په فضیلت کې د هر هغه ځوان باداران دي چې په ځوانۍ کې مړ شي، یا دا چې دواړه د ټولو جنتي ځوانانو سرداران دي، پرته له انبیاوو او خلفای راشدینو څخه.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • پدې کې د حسن او حسین رضي الله عنهم ښکاره فضیلت دی.
  • د حدیث د مفهوم په باره کې ویل شوي چې: د حدیث د بیانېدو پر مهال به دوی د دې زمانې د جنتي ځوانانو باداران وي، یا دا چې دوی د هغو خلکو تر منځه غوره دي چې د فضیلت په اړه یې کوم ثبوت نشته؛ لکه کوم ثبوت چې د انبیاوو او خلفاوو په اړه راغلی، یا دا چې دوی د هغو ځوانانو بادارن دي چې د ځوانۍ او نرتوب صفتونه ولري لکه: ښه سړیتوب، سخاوت، زړورتیا، او دا چې په دې سره مراد د ځوانۍ عمر ندی؛ ځکه چې حسن او حسین دواړه زاړه مړه شوي دي.